IQNA

      د غزې د جګړې په اړه، د اسرائیلو د زاکا؛ په نامې سره  د دروغجنو پروپیګنډو  اداره

5:39 - August 27, 2025
د خبر لمبر: 3491606
ایکنا-  د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې  وروسته، یوې ادارې چې «زاکا» نومېږي، د اسرائیلو لخوا د غزې پر وړاندې د جګړې په اړه شرموونکي تبلیغات خپاره کړل چې په پراخه کچه په لويدیځي رسنیو کې بیا خپاره شول.

 ایکنانیوز د اسلام ویب په حواله راپور راکړ، «زاکا» یوه اسرائیلي رضاکاره اداره ده چې غړي ئې د غیر طبیعي مرګونو په پایلې کې د مړو د   موندلو مسؤلیت لري. دا اداره په اسرائیلو کې یوه غیر حکومتي موسسه ده او ویل کیږي چې غړي ئې د لټون او د پېښو د بیا رغونې په برخه کې کارپوهان دي.

دغو  توصیفاتو زاکا ادارې ته لا زیات قانوني حیثیت ورکړی او د دې غړو ته ئې د ۷ اکتوبر او د غزې د جګړې په اړه له  رسنیو سره د خبرو اترو لپاره یو غوره موقعیت برابر کړی. د زاکا رضاکارو د نووا راف قبیلې او کیبوتسین مړي  ټول کړل او د هغوی کیسې ئې خبریالانو ته بیان کړې. رسنۍ په پراخه کچه د دوي په روایتونو تکیه کړې او د دې ادارې غړي د نړیوالو رسنیزو چینلونو  لکه CNN، فاکس نیوز، BBC، نیویارک ټایمز او نورو ډېرو رسنیو لپاره اصلي سرچینې شوې.

«زاکا» سازمان دروغ‌ پراکنی اسرائیل درباره جنگ غزه

ستونزه دا وه چې د دوي ډېر روایتونه د وحشتناکو کیسو څخه جوړ وو چې تر نن ورځې پورې نه دي ثابت شوي، خو سره له دې، د دوي کیسې په ډېرو موردونو  کې   له کوم شک پرته منل شوې او په هغو رسنیو کې تکرار شوې چې اساساً د حماس مقاومت غورځنګ او ټولو فلسطینیانو د بدنامولو لپاره فعالیت کوي. دا د اسرائیلي رژیم د غیر متناسب ځواب توجیه کولو لپاره لومړی ګام وو، کوم چې د نړیوالې جنائي محکمې لخوا «نسل‌وژنه» بلل شوې ده.

رسنیو ته دا نه دي ویل شوي چې د زاکا رضاکاران یوازې بې‌پرې لوبغاړي دي، ځکه چې دوي د اسرائیلو د امنیتي او امدادي ځواکونو سره په بشپړه همغږۍ کې فعالیت کوي. د زاکا فعالان د بشري معیارونو له معمولي معیارونو څخه پیروي نه کوي چې د پیچلو بیړنیو  حالاتو لپاره اړین دي او دوي د طبي یا جنائي طبي اقداماتو لپاره روزل شوي نه دي.

د زاکا ویاند په دې اړه وویل: زمونږ روایتونه د یوه رضاکار یا نړیوال بشري طبيب د شاهدۍ په اندازه معتبر دي.»

اوس څرګنده شوې ده چې د زاکا د دروغو  خورونکي کړئ د شاهدانو ډېر روایتونه، چې د حماس د ۷ اکتوبر د برید وروسته ئې ترلاسه کړي، جعلي دي او دا په نړیوالو او اسرائیلي رسنیو کې د میدانی خبریالانو او په امریکا کې د خپلواکو خبري سایټونو لخوا رد شوي دي.

«زاکا» سازمان دروغ‌ پراکنی اسرائیل درباره جنگ غزه

د صهیونیسټانو هاآرتص ورځپاڼې د زاکا لخوا د دروغجنو کیسو یوه مجموعه خپره کړه چې دوي ادعا کوله حماس د ۷ اکتوبر په ورځ ترسره کړې دي. د دې دروغجنو کیسو په سر کې چې هاآرتص خپاره کړي، دا سرلیکونه دي: «د ماشومانو سوځېدلې ډېرۍ» او «د امیندوارې ښځې د نس پاره کول او د هغې په جنین چړې وهل»!

د جنین په  چړې وهلو دروغجنه کیسه د زاکا د جنوبي قوماندې د  مشر یوسي لانداو، لخوا خپره شوه او په ډېرو دولتي رسنیو کې لاس په لاس شوه. هاآرتص وروسته د دې ځینو دروغجنو کیسو د خپرولو مسؤلیت پر لانداو واچاوه.

لانداو، د زاکا د ډېرو مشهورو ویاندویانو په څېر، د کیمرې په وړاندې ودرېد او احساساتي کلمې ئې وکارولې او حساب شوي ستراتیژیک ژستونه یې وښودل. خو کله چې هاآرتص د کیبوتس له اوسېدونکو سره مرکې وکړې، هغوی د داسې یوې پېښې شتون یا حتی د خپلو ګاونډیانو په مینځ کې د امیندوارې ښځې شتون رد کړ. دې ورځپاڼې وروسته ټینګار وکړ چې د ذبح شوې مور او د هغې جنین کیسه نه ده رامنځته شوې.

د صهیونیسټي رژیم لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، کله چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۳ د زاکا  ادارې  له وګړو سره ولیدل،نو  هغوی ئې  ولمسؤل چې خپلې لارې ته دوام ورکړي، ځکه چې د دوي شتون د جګړې درواوالي  او اوږدولو لپاره لازمي او  اړین دی.

  https://iqna.ir/fa/news/4300527  

captcha